د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې.
په کابل کې په یو خصوصي پوهنتون کې چاودنه وشوه
د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه په یو خصوصي پوهنتون کې شوې ده. ویل کیږي د چاودنې له امله یو تن مړ او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د پلازمینې کابل د اتمې حوزې په مربوطاتو کې په یو خصوصي پوهنتون کې چاودنه شوې. وزارت ویلي دي چې چاودنه هله رامنځته شوه چې یو تن د پوهنتون په تشناب کې د چاودیدونکو توکو د ځای په ځای کولو هڅه کوله.
په چاودنه کې د چاویدونکو توکو ځای په ځای کوونکی وژل شوی دی.
د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد ویلي دي چې پیښه د کابل په اتمه ناحیه کې د کارته نو په سیمه کې د جهان په نامه په پوهنتون کې رامنځته شوې ده .
هغه ویلي دي چې پدې پیښه کې د چاودیدونکو موادو ځای په ځای کوونکی ترهګر وژل شوی او ۳ تنه محصلین ټپیان شوي دي.
پداسې حال کې چې بصیر مجاهد پدې پیښه کې د ۳ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی خو عینې شاهدانو بیا د ۶ تنو د ټپي کیدو پخلی کړی دی.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.