د افغانستان د فراه ولایت کې یو تن پولیس خپل څلور تنه ملګري په ډزو ووژل .
په فراه کې پولیس خپل څلور تنه ملګري ووژل
د فراه ولایت نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې دا پیښه پرون رامنځته شوې ده . پيښه د فراه ولایت په مرکز کې رامنځته شوې ده .
د فراه ولایت د والي ویاند محب الله محب د پيښې پخلی کړی دی. هغه ویلي دي چې پيښه تیره د دوشنبې پر ورځ د فراه ولایت په مرکز کې رامنځته شوې ده .
هغه ویلي دي چې برید کوونکي پولیس د خپلو ۴ تنو ملګرو د وژلو نه وروسته د طالبانو سره یو ځای شوی دی.
د بله پلوه یوې بلې سرچینې بیا ویلي دي چې نفوذې پولیس نږدې یو کال مخکې د پولیسو په لیکه کې په دنده پیل کړی وو. سرچینې ویلي دي چې د نوموړي پولیس نه هم د پولیسو په لیکه کې د شاملیدو په خاطر ضمانت اخیستل شوی دی. د پيښې په اړه تحقیقات پيل شوي دي.
د ویلو ده چې په فراه ولایت کې د تیرو دوو ورځو په دننه کې د دویم ځل لپاره د نجونو ښوونځي په بمونو الوزل کیږي.
تیره ورځ هم په یاد شوي ولایت کې د نجونو یو ښوونځی په بمونو الوزول شوی وو او نن یو ځل بیا یو بل ښوونځي په بمونو والوزل شو.
ویل کیږي د نوموړو بریدونو په تړاو تر اوسه پورې څوک نیول شوي دي. همداشان ددې بریدونو مسئولیت هم تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.