د افغانستان د خوست په ولایت کې په یو واده کې  د ډزو له امله  ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په خوست کې په یو واده کې نسله واله نښته شوې ده

1183396
د افغانستان د خوست په ولایت کې په یو واده کې  د ډزو له امله  ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

د خوست ولایت  د نه په ترلاسه شوي رپوټ کې ویل شوي دي چې د ټني په ولسوالۍ کې  په یو واده کې  د دوو ډلو ترمنځه  وسله والې نښتې په پایله کې ۵ تنه مړه او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بله پلوه د خوست د والي ویاند طالب منګل خبري رسنیو ته ویلي دي چې  امنیتي ځواکونو  د نوموړې پيښې د څیړولو په خاطر سیمې ته تللي دي.

د والي ویاند  ویلي دي چې پدې پیښه کې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي  چې په واده کې ګډون کړی وو.

دا لا معلومه نده چې   دا نښته  د چا ترمنځه  او ولې رامنځته شوې ده.



اړوند خبرونه