د افغانستان په پلازمینه کابل کې  د چاودنې  مخه ونیول شوه.

په کابل او کندهار کې د خونړیو پيښو مخه ونیول شوه

1180400
د افغانستان په پلازمینه کابل کې  د چاودنې  مخه ونیول شوه.

 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې  د پلازمینې کابل  د پولیسو د ۱۷ مې حوزې په مربوطاتو کې  د خونړۍ چاودنې مخنیوی کړی دی. کورنیو چارو وزارت  په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې  پولیسو  د ۱۷ مې حوزې په مربوطاتو کې  یو بم  چې  په سړ کې  ځای په ځای شوی  وو او چاودنې ته  چمتو شوی وو کشف  او شنډ کړ.

په بیان کې راغلي دي چې پولیسو  مخکې ددینه چې  دا بم  وچوي  کشف  او شنډ کړ.

همداشان کورنیو چارو وزارت  په کندهار ولایت کې هم  د یوې سترې فاجعې د مخنیوي خبر ورکړی دی.

په بیان کې راغلي دي چې  په کندهار ولایت کې ځانګړو ځواکونو  د تخته پل په ولسوالۍ کې  د یوې الوتکې  ۵۰۰  کیلويي  بم  کشف  او شنډ کړی دی.



اړوند خبرونه