په جلال آباد کې چاودنه وشوه
د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې چاودنه شوه.
1177040
د جلال آباد نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د ملنګ جان په واټ کې رامنځته شوې ده .
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د چاودنې پښلی کړی دی خو د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویلي.
د سیمې عینې شاهدانو ویلي دي چې چادونه په ملي بس موټر کې شوې ده چې ځاني زیان يي هم رامنځته کړی دی.
د بله پلوه د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست ویلي دي چې په ننۍ چاودنه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه ټپیان شوي دي چې په منځ کې ماشومان هم شتون لري.