په بغلان کې په یو مارکیټ کې چاودنه شوې
د افغانستان په شمال کې په بغلان ولایت کې چاودنه شوې.
1177056
د بغلان ولایت د مرکز پلخمري نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د پلخمري ښار په یو مارکیټ کې شوې ده .
په چاودنه کې د یو تن ډاکټر ژوند د لاسه ورکړی او د دوو تنو ښځو او دوو تنو ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
د بغلان ولایت د عامې روغتیا ریاست ویلي دي چې پدې پیښه کې چې د یو مارکیټ په دویم پوړ کې رامنځته شوې ده یو تن ډاکټر ژوند د لاسه ورکړی او ۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
ټپیان سمدلاسه نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي. د عامې روغتیا د ریاست مسئولینو ویلي دي چې په ټپیانو کې دوه تنه ښځې او دوه تنه ماشومان هم شتون لري.
د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.