د افغانستان  د فراه په ولایت کې  طالبانو ته  ستر ګوزار ورکړ شوی دی.

د فراه ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د افغان امنیتي ځواکونو  او طالبانو ترمنځه  په نښته کې  طالبانو ته  ستر ګوزار ورکړی شوی دی.

1175251
د افغانستان  د فراه په ولایت کې  طالبانو ته  ستر ګوزار ورکړ شوی دی.

 

د فراه ولایت امنیتي سرچینو ویلي دي چې پدې نښته کې د یاد شوي ولایت لپاره د طالبانو د پوځي کمیسیون  د مسئول او ۴ تنو ډلمشرانو په ګډون ۲۶ تنه  طالب اورپکي وژل شوي او ۲۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

د فراه  ولایت امنیتی سرچینو  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  طالبانو  تیره شپه  په ناوخته ساعتونو کې د بکواه په ولسوالۍ کې  د ملي اردو  په شپږم  کنډک  ډله ایز برید وکړ چې  وروسته نښته پیل شوه. افغان ځواکونو  سمدلاسه پر ځوابي برید لاس پورې کړ او برید کوونکي په شا تنبولو ته  اړ کړل .

په نښته کې  د فراه ولایت لپاره د طالبانو د پوځي کمیسیون مسئول ملا اسد الله ، ډلمشران هر یو ملا غفور، ملا شکور، ملا سخي  او ملا صدیق الله په ګډون ۲۶ تنه  طالب اورپکي  ووژل شول.

۲۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

پدې نښته کې  د طالبانو  یو زیات شمیر  نقلیه وسایط، وسلې او مهمات  او پوځي توکي  نیول شوي او له منځه وړل شوي دي.



اړوند خبرونه