طالبانو یو ځل بیا په لسګونو تنو سرتیرو ته مرګ ژوبله واړوله
طالبانو داځل په داغیس ولایت کې ۲۰ تنه سرتیري ووژل
1161108
د افغانستان د بادغیس په ولایت کې طالبانو د ملي اردو په یو مرکز د برید په پایله کې لږ تر لږه ۲۰ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د بادغیس ولایت د ولایتي شورا رئیس عبدالعزیز بیک خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو د بالامرغاب په ولسوالۍ کې په پوځي قرارګاه برید کړی دی چې په پایله کې ۲۰ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي دي چې ۲۸ تنه سرتیري د طالبانو لخوا اسیر نیول شوي دي.
د طالبانو هم د برید پخلی کړی دی او ویلي دي چې د ملي اردو په دریو امنیتي پوستو برید کړی او ټولې نیولي دي.
طالبانو هم د ۲۸ تنو سرتیرو د اسیر نیولو نه خبر ورکړی دی.