په غزني کې پر سیمه ایزو پولیسو هوايي برید شوی
د افغانستان په غزني ولایت کې د سیمه ایزو پولیسو پر پوستو هوايي برید شوی دی.
1152564
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري خبري رسنیو ته وویل چې تیره شپه د یاد ولایت د جاغوري په ولسوالۍ کې د حوت قول په سیمه کې په غلطۍ کې د سیمه ایزو پولیسو پر پوستو هوايي بریدونه شوي دي.
هغه ویلي دي چې پدې بریدونو کې ۸ تنو سیمه ایزو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی او ۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
هغه ویلي دي چې پدې نه پوهیږي چې برید د افغان ځواکونو لخوا شوی او که د بهرنیو ځواکونو لخوا.
ویل کیږي برید د سیمه ایزو پولیسو چې د ملي امنیت د ریاست لخوا حمایه کیږي پر پوستو شوی دی.
همداشان طالبانو بیا ویلي دي چې د غزني د جاغوري ولسوالۍ سربیره د ګیلان په ولسوالۍ کې په یو روغتیایي کلینک هم برید شوی دی.
طالبانو ویلي دي چې پدې برید کې یو تن ډاکټر صدیق الله مسلم ژوند د لاسه ورکړی او د کلینک ودانۍ زیانمنه شوې ده .