په بغلان کې د پولیسو په پوستې خونړی برید شوی

طالبانو په بغلان کې پر پولیسو خونړی برید کړی

1118583
په بغلان کې د پولیسو په پوستې خونړی برید شوی

د افغانستان د بغلان په ولایت کې د پولیسو  په یو مرکز  خونړی  برید شوی دی.

د بغلان ولایت  نه  د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  طالبانو د پولیسو په یو مرکز  د خونړي برید په ترڅ کې لږ تر لږه  لس تنه  پولیس  وژلي دي.

د بغلان والي  عبدالحۍ نعمتي  خبریالانو ته وویل« طالبانو د بغلان ولایت په مرکز کې  د پولیسو په پوستې  د برید سره  لږ تر لږه  ۱۰ تنه  پولیس  وژلي دي . په پوستې د برید نه وروسته  نښته شوې په ترڅ کې  طالبانو ته  هم  د پام وړ ځاني زیان اوښتی دی. »

د برید مسئولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی .

طالبانو بیا پدې برید کې  لږ تر لږه  د شلو تنو پولیسو د وژلو ادعا کړې ده .



اړوند خبرونه