په کابل کې پارلماني ټاکنې له سره کیږي
په کابل کې ترسره شوې پارلماني ټاکنې لغوه شوې
1101321
په کابل کې پارلماني ټاکنې له سره کیږي
په افغانستان کې د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسیون په پلازمینه کابل کې د پارلماني ټاکنو ټولې رایې باطل اعلان کړې.
د شکایتونو اوریدو د کمیسیون مسئولینو نن سهار په پلازمینه کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د ډیرو زیاتو ارزونو او هر اړخیزو تحقیقانو نه وروسته پدې نتیجه ورسیدل چې د کابل د حوزې ټولې رای باطل اعلان کړي.
یاد شوي کمیسیون ویلي دي چې د ټولټاکنو کمیسیون باید په پلازمینه کابل کې له سره پارلماني ټاکنې وکړي.
خو د افغانستان د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې نن به پدې اړه خپله وروستۍ پریکړه او موقف اعلان کړي.