په کابل کې درنده چاودنه وشوه
په کابل کې ډيره زوروره چاودنه وشوه
![په کابل کې درنده چاودنه وشوه](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/e40a/f7a2/6e88/5bfeadc206a01.png?time=1718574925)
تازه معلومات : د فرانس پرس خبري اژانس د معلوماتو له مخې نن د ماسخوتن په ساعتونو کې په کابل کې په يوې خصوصي امنيتي انګليس کمپنۍ د ډله ايز بريد له امله لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.
يوې بلې سرچينې بيا پدې بريد کې د ۱۳ تنو د وژل کيدو او ۲۳ تنو د ټپي کيدو نه خبر ورکړی دی.
د افغانستان په پلازمينه کابل کې درنده چاودنه وشوه.
په کابل کې ډيره درنده چاودنه وشوه.
د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه دومره زوروره وه چې غږ يي په ډيرو لرو پرتو سيمو کې هم اوريدل شوی دی.
د کابل امنيتي سرچينو ويلي دي چې چاودنه د نهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
ويل کيږي چې چاودنه څرخي پله په سړک کې د يو خصوصي امنيتي شرکت د روزنيز مرکز تر څنګ شوې ده.
د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند نجيب دانش خبري رسنيو ته ويلي دي چې چاودنه په يو خصوصي امنيتي شرکت شوې ده.
هغه ويلي دي چې د نهمې حوزې په مربوطاتو کې د يو خصوصي امنيتي شرکت په روزنيز کمپ ډله ايز بريد شوی دی.
هغه وويل چې بريد کوونکو لومړی د کمپ په مخکې د موټر پر مټ ځانمرګی بريد وکړ چې وروسته په ډزو لاس پورې کړ. هغه ويلي دي چې نښته پايته رسيدلې خو د ځاني تلفاتو شميره معلومه نده.
د بله پلوه د عامې روغتيا وزارت ويلي دي چې د نوموړي بريد ۱۱ تنه ټپيان روغتونونو ته راوړل شوي دي.