په غزني کې پر امريکايي ځواکونو خونړۍ چاودنه شوې

په غزني کې امريکايي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

1096171
په غزني کې پر امريکايي ځواکونو خونړۍ چاودنه شوې

د افغانستان د غزني په ولايت کې امريکايي ځواکونو ته درنده مرګ ژوبله واوښته. 

په غزني کې د امريکايي ځواکونو په کتار د بريد له امله لږ تر لږه ۳ تنه امريکايي سرتيري وژل شوي او د يو تن امريکايي قرادادي په ګډون ۴ تنه نور ټپيان شوي دي . 

په افغانستان کې غوڅ ملاتړ ماموريت د يو بيان په خپرولو سره د پيښې پخلی کړی دی. 

د بريد مسئوليت طالبانو په غاړه اخيستی دی. 

د طالبانو وياند د ټولنيزې مډيا له لارې په خپور کړي بيان کې ويلي دي چې بريد ددوی لخوا شوی دی. 

طالبانو ويلي دي چې د غزني ولايت د شهباز په سيمه کې د امريکايي ځواکونو په کتار درنده چاودنه کړې چې له امله يي ۶ تنو امريکايي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې. 

 



اړوند خبرونه