په خوست کې په جومات ځانمرګی برید وشو
په خوست کې د جمعې د لمانځه پر مهال په جومات ځانمرګی برید وشو
د افغانستان د خوست په ولایت کې د جمعې د لمانځه پر مهال په جومات ځانمرګی برید وشو.
د افغانستان نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې برید د خوست ولایت د مندوزي په ولسوالۍ کې د پوځي لوا په جومات شوی دی.
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې لږ تر لږه ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر شلو تنو ډیر ټپیان شوي دي.
د بله پلوه ځینو خبري رسنیو بیا پدې پيښه کې ۲۶ تنو د وژل کیدو او لږ تر لږه د ۵۰ تنو نورو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.
دا شمیره بیا تر اوسه پورې د کومې خپلواکې سرچینې لخوا نده تایید شوې.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.
د ویلو ده چې پدې وروستیو کې په افغانستان کې په ځانګړې توګه په جوماتونو او دیني مجالسو ځانمرګي بریدونه کیږي.
د تیرې شنبې په ماښام په کابل کې د میلاد نبي ص د کلیزې د لمانځنې په مراسمو چې د هیواد د ګوټ ګوټ نه پکې دیني عالمانو ګډون کړی وو ځانمرګی برید وشو چې له امله يي ۵۵ تنه مړه او نږدې سل تنه نور ټپيان شوي وو.