طالبان : د امریکا سره تر اوسه پورې په کوم توافق نه یو رسیدلي

طالبانو د لومړي ځل لپاره د امریکا سره مخامخ مذاکرات ومنل

1090313
طالبان : د امریکا سره تر اوسه پورې په کوم توافق نه یو رسیدلي

طالبانو لومړي ځل لپاره په قطر کې د امریکايي چارواکیو سره د مخامخو مذاکراتو په اړه  ارزونې وکړي.

د طالبانو په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې  ددوې  یو جګپوړي هیت  د نوامبر د میاشتې په ۱۴ – ۱۵  او ۱۶ مو نیټو  د امریکا متحده ایالتونو د یو جګپوړي هیت سره  د قطر په پلازمینه  دوحه کې د افغانستان  د مسلې د سوله ایز حل په اړه  خبرې وکړې.

په بیان کې راغلي دي چې دا مذاکرات  ابتدایي وو او تر اوسه پورې ددوې او امریکا ترمنځه  کوم تفاهم  او توافق  ندی شوی.

طالبانو ویلي دي چې  پدې مذاکراتو کې د افغانستان د روانې معضلې  د رښتیني  حل په خاطر  خپل نظریات  د هغوې سره  شریک کړل. همداشان  پدې مذاکراتو کې د موقت حکومت  او یا  راتلوونکو  ولسمشرۍ  ټاکنو په اړه  څه ندي ویل شوي .

په بیان کې راغلي دي چې ځینو خبري رسنیو پدې اړه  ځیني  تبلیغات  خپاره کړي چې  حقیقت  نلري.

طالبانو ویلي دي چې  پدې مذاکراتو کې  د امریکايي هیت سره  په هیڅ کوم شي  تفاهم  او توافق  ندی کړی.

د بله پلوه  ځینو  خبري رسنیو مهمو  څیرو  ادعا کړې ده چې طالبانو  پدې مذاکراتو کې  د موقت  حکومت  غوښتنه کړې ده .



اړوند خبرونه