د کندهار د امنیې زړور قومندان جنرال رزاق ووژل شو
د کندهار ولایت د امنیې قومندان او د ملي امنیت مشر ووژل شول
د افغانستان په سویل کې د کندهار ولایت د امنیې قومندان جنرال عبدالرزاق او د ملي امنیت رئیس جنرال مومن په یو نفوذې برید کې ووژل شول.
د کندهار ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن د غرمې نه وروسته د کندهار ولایت په مقام کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت د مشر جنرال ملر په ګډون په غونډه وسله وال برید وشو. ویل کیږي برید د یو تن نفوذي سرتیري لخوا شوی دی. په برید کې امریکايي جنرال ملر ته ځاني زیان ندی رسیدلی خو د کندهار زړور د امنیې قومندان جنرال عبدالرزاق او د ملي امنیت مشر جنرال مومن وژل شوي دي.
ویل کیږي پدې برید کې دوه تنه امریکايي سرتیري ټپيان شوي دي.
د برید مسئولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی. د طالبانو ویاند د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې د پيښې مسئولیت په غاړه اخیستی دی .
طالبانو پدې برید کې د جنرال رزاق، ملي امنیت مشر سربیره د والي زلمی ویسا د وژلو ادعا هم کړې ده .
د ویلو ده چې طالبانو تیره ورځ د افغانستان یوه بله پیژندل شوې څيره د ولسي جرګې وکیل او نوماند جبار قهرمان په بمي برید کې وواژه. د قهرمان جنازه لا خاورو ته سپارل شوې نوه چې جنرال رزاق او جنرال مومن ووژل شول.