په کابل کې د دوو چاودنو مخه ونیول شوه
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د دوو جلا جلا چاودنو مخه ونیول شوه.
1062132
د کابل د امنیې قومندانۍ ویلي دي چې ددوې منسوبینو نن سهار د ۷ نیمو بجو په شاوخوا کې د کابل د پنځمې ناحیې په مربوطاتو کې یو ماین چې د بې ګناه انسانانو د وژنې په موخه ځای په ځای شوی وو او چاودنې ته حاضر وو کشف او شنډ کړ.
د کابل پولیسو ویلي دي چې دا ماین د کوټې سنګي سیمې ته نږدې د کمپنۍ پر سړک ځای په ځای شوی وو.
همداشان د کابل پولیسو په پغمان ولسوالۍ کې یو مقناطیسي بم چې په یو موټر کې نخلول شوی وو د کشف او شنډولو نه خبر ورکړی دی.
د کابل پولیسو ویلي دي چې ددوې منسوبینو تیره شپه د پغمان په ولسوالۍ کې په یو لنډکروزر موټر کې ځای په ځای شوی مقناطیسي بم مخکې ددینه چې وچوي کشف او شنډ کړ.
پدې ډول په کابل کې د دوو خونړیو پیښو مخنیوی وشو.