په ننګرهار کې ځانمرګی برید وشو
د ننګرهار ولایت د کامې په ولسوالۍ کې په یوې غونډې خونړی ځانمرګی برید وشو
1060730
د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د یو نوماند وکیل د ټاکنیز کمپاین په غونډه ځانمرګی برید وشو.
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن د غرمې نه وروسته د کامې ولسوالۍ د سنګر سرای په سیمه کې د ناصر خان مهمند په نامه د نوماند وکیل د ټاکنیز کمپاین په غونډه ځانمرګی برید وشو.
هغه ویلي دي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې لږ تر لږه ۱۳ تنه مړه او تر ۳۰ ډیر ټپيان شوي دي.
د بله پلوه په سیمه کې عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه د غونډې په منځ کې وشوه . پدې پیښه کې لږ تر لږه ۲۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۵۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.