د افغانستان په پلازمینه کابل یو ځل بیا راکټي بریدونه وشو.
په کابل راکټي بریدونه شوي
د پژواک خبري اژانس د خبر له مخې نن د سهار په ساعتونو کې د کابل د پنځمې ناحیې په مربوطاتو کې د مارشال فهیم د حربي پوهنتون ترڅنګ دوه راکټه غورځیدلي دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جاوید غفور خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د کابل د پنځمې ناحیې په مربوطاتو کې د مارشال فهیم د حربي پوهنتون ترڅنګ دوه راکټونه لګیدلي دي.
هغه ویلي دي چې له نیکه مرغه چې پدې پیښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
هغه وویل چې د پيښې د رامنځته کیدو نه سمدلاسه وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسیدل او په تحقیقاتو يي پیل وکړ.
د راکټي بریدونو مسئولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبري رسنیو ته ویلي دي چې د نوموړو راکټي بریدونو هدف د مارشال فهیم حربي پوهنتون وو. طالبانو پدې برید کې د مارشال فهیم حربي پوهنتون ته د ځاني او مالي زیانونو د اړولو ادعا کړې ده .