تاجکستان د افغانستان په خاوره کې هوايي بریدونه کړي دي
تاجکستان پوله ساتو د افغانستان په خاوره کې د نشه یي توکو په قاچاق وړونکو هوايي برید کړی دی.
د تاجکستان پوله ساتو ځواکونو د افغانستان په شمال کې د تخار ولایت د درقد په ولسوالۍ کې هوايي برید کړی دی.
د تخار ولایت سیمه ایزو مقاماتو د بریدونو پخلی کړی دی او ویلي دي چې تاجکي پوله ساتو د درقد ولسوالۍ کې د افغانستان او تاجکستان په شریک ځنګل کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.
د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر برید هله شوی چې تیره ورځ د افغانستان او تاجکستان په پوله کې د نشه یي توکو د قاچاق وړونکو او تاجکستان د پوله ساتو ځواکونو ترمنځه نښته وشوه. پدې نښته کې دوه تنه تاجکي پوله ساتې پولیس او ۶ تنه قاچاق وړونکي چې ویل کیږي طالبان ول وژل شوي دي.
د تاجکستان پوله ساتو ځواکونو ددې پيښې نه وروسته د افغانستان په خاوره کې پر طالبانو چې ویل کیږي د نشه يي توکو قاچاق يي هم کاوه هوايي برید کړی دی.
د تخار د پولیسو ویاند ویلي دي په کومه سیمه چې بمبار شوی دی هلته ملکي وګړي ژوند نکوي یواځې د طالبانو پټڼځایونه پکې شتون لري.
افغان دولت تر اوسه پورې ددې پیښې په اړه غبرګون ندی ښودلی .