په کابل کې ځانمرګی برید وشو
د افغانستان په پلازمینه کابل کې ځانمرګی برید وشو.
![په کابل کې ځانمرګی برید وشو](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/20d3/a181/d6d8/5b742092158c1.jpg?time=1719239090)
د افغانستان په پلازمینه کابل کې ځانمرګی برید وشو.
د کابل نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې ځانمرګی برید د کابل د پولیسو د ۱۸ مې حوزې په مربوطاتو کې په یو تعلیمي مرکز شوی دی.
ځانمرګی برید د کابل په لویديځ کې د دشت برچي په سیمه کې په یو تعلیمي مرکز شوی دی.
د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي د پيښې پخلی کړی او ویلي دي چې دا چاودنه د ځانمرګي برید په پایله کې رامنځته شوې ده .
د بله پلوه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې پدې پیښه کې تر اوسه پورې ۴۷ تنه مړه او ۶۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
خو د یاد شوي تعلیمي مرکز یو تن استاد خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې پيښه کې لږ د وژل شوو کسانو شمیره ددینه هم لوړه ده .
د بله پلوه طالبانو د دشت برچي په ځانمرګي برید کې خپل لاس لرل رد کړل.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې دا برید د طالبانو سره ربط نلري. برید ددوې لخوا ندی شوی .