د افغانستان په شمال کې د افغان ځواکونو په یوې بلې پوځي هډې خونړی برید وشو.
طالبانو تیره شپه په بغلان ولایت کې د ملي اردو په یوې پوځي هډې د برید سره په لسګونو تنه سرتیري وژلي دي
د افغانستان د دفاع وزارت د پیښې پخلی کړی دی خو د ځاني زیانونو د دقیقې شمیرې په اړه د معلوماتو ورکولو نه ډده کوي.
د افغانستان د ملي دفاع د وزارت ویاند احمد غفور جاوید ویلي دي چې طالبانو تیره شپه د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ملي اردو په هډې برید کړی دی.
همداشان د بغلان ولایت د ولایتي شورا رئیس صفدري محسني بیا خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې پیښه کې تر ۴۰ تنو پوځیانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغه ویلي دي چې طالبانو تیره شپه د ۳ بجو په شاوخوا کې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې په پوځي هډې پراخه بریدونه وکړل چې په پایله کې دواړو خواوو ته د پام وړ ځاني زیانونه اوښتي دي.
د بله پلوه د بغلان ولایت امنیتي سرچینو بیا ویلي دي چې پدې پيښه کې ۳۵ تنه د ملي اردو سرتیري او لس تنه هم سیمه ایز پولیس وژل شوي دي.
د مرکزي بغلان د ولسوالۍ ولسوال د پيښې پخلی کړی دی خو د جزیاتو ورکولو نه يي ډډه کړې ده .
دا پیښه پداسې حال کې رامنځته کیږي چې تیره ورځ په فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې هم د طالبانو لخوا په پوځي هډې د برید سره په لسګونو تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی وو.
همداشان دوه ورځې مخکې په تخار ولایت کې د ای خانم په بندر کې د سرحدي ځواکونو په مرکز برید شوی وو چې له امله يی په لسګونو تنو سرحدي ځواکونو ژوند د لاسه ورکړی وو.