د افغانستان په پلازمینه کابل کې ځانمرګی برید شوی.
د افغانستان د پلازمینې کابل د پولیسو د نهمې حوزې په مربوطاتو کې ټولټاکنو خپلواک کمیسیون ترڅیرمه چاودنه شوې.
1031299
د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه د ځانمرګي برید په پایله کې رامنځته شوې ده .
هغه ویلي دي یو تن ځانمرګي برید کوونکي چې غوښتل يي د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون په مخکې د اعتراض کوونکو خیمې ته ځان ورسوي د پولیسو لخوا د پیژند کیدو نه وروسته د ځان پوړې تړلي چاودیدونکي توکي وچول.
هغه وویل چې پدې چاودنه کې یو تن پولیس ژوند د لاسه ورکړی او یو تن بل ټپي شوی دی.
د ویلو ده چې په کابل کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون په مخکې د هغه کسانو چې نومونونه يي د پارلماني ټاکنو د نوماندۍ د لست ته ویستل شوي دي پلویانو د اعتراض خیمه درولې ده.
همداشان د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه د کمیسیون نه لرې شوې ده .
پدې پيښه کې کمیسیون ته هیڅډول زیان ندی اوښتی.