ناټو په افغانستان کې د خپلو ۳ تنو سرتیرو د وژل کیدو پخلی کړی دی.
ناټو سازمان تیره ورځ پروان ولایت کې ددوې په ځواکونو د ځانمرګي برید په پایله کې د دوې د ۳ تنو سرتیرو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې تیره ورځ په پروان ولایت کې ددوې په ځواکونو د یو تن پلي ځانمرګي برید ګر لخوا برید وشو چې په پایله کې ددوې ۳ تنه سرتیري وژل شوي او یو تن بل ټپي شوی دی.
د پروان ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې برید تیره ورځ یو تن ځانمرګي برید کوونکي د ناټو ځواکونو د کتار ترڅنګ ځان ولوزو. په برید کې ۳ تنه بهرني سرتیري ووژل شول.
د برید مسئولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی.
د طالبانو د ویاندانو نه ذبیح الله مجاهد نامي د ټویټر له لارې په خپور کړي پیغام کې په پروان کې په بهرنیو ځواکونو د برید مسئولیت په غاړه اخیستی او پدې برید کې تر ۱۵ تنو بهرنیو ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو ادعا کړې ده .
د ویلو ده چې دا په پروان ولایت کې د یوې اوونۍ په دننه کې دویم ځل دی چې په بهرنیو ځواکونو ځانمرګي بریدونه کیږي.
درې ورځې مخکې په بګرام کې د بهرنیو ځواکونو په کتار چاودنه شوې وه چې په پایله کې بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.