په پکتیا کې په جومات ډله ایز برید شوی
د افغانستان د پکتیا په ولایت کې په جامع جومات د جمعې د لمانځه پر مهال ډله ایز برید شوی دی.
د پکتیا نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې برید د شیعه ګانو په جومات شوی دی.
د پکتیا ولایت د امنیې قومندانۍ د پیښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې برید د دوو تنو ځانمرګيو لخوا شوی دی.
د پکتیا د پولیسو ویاند سردار ولي تبسم ویلي دي چې برید د دوو تنو ځانمرګیو لخوا شوی دی چې لومړی په جومات ډزې کړي او وروسته يي یو تن ځان د جومات په خوله کې وچو.
د بله پلوه د پکتیا د امینې قومندان راز محمد مندوزي خبري رسنیو ته ویلي دي چې په جومات د ځانمرګي برید له امله ۲۵ تنه لمونځ کوونکي وژل شوي او تر ۴۰ ډیر ټپيان شوي دي.
همداشان د سیمې خلکو بیا د مرګ ژوبلې شمیره د ښودل شوي رقم نه ډیره لوړه ښودلې ده.
عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې ځانمرګي برید کوونکي د لمونځ کوونکو په منځ کې ځان ولوزو.
د ددې خونړي او منفور برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی خو ګمان کیږي چې د داعش ترهګرې ډلې لخوا شوی وي.
داعش ددینه مخکې هم په کراتو په کابل او نورو ولایتونو کې په جوماتونو د لمانځه پر مهال بریدونه کړي دي.