په کابل کې چاودنه وشوه.
په کابل کې چاودنه وشوه.
1018321
په کابل کې دویمه چاودنه وشوه.
څو شیبې مخکې د کابل د پولیسو د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې دوه پرله پسې چاودنې وشوې.
د چاودنو نوعیت معلوم ندی. خو عیني شاهدانو ویلي دي چې لومړی د افشارو په سیمه کې توغندی وغورځید .
د کابل پولیسو د پيښې پخلی کړی دی خو ویلي دي چې د ځاني تلفاتو په اړه معلومات نشته.
د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي خبري رسنیو ته ویلي دي چې د کابل د پولیسو په پنځه حوزه کې د افشارو په سیمه کې لومړی یو توغندی وغورځید چې له امله يي ۴ تنه ملکی وګړي ټپیان شوي دي . وروسته دویمه چاودنه وشوه چې لا تر اوسه پورې نوعیت معلوم ندی.
همداشان په دویمه چاودنه کې د ځاني تلفاتو په اړه هم معلومات په لاس کې نشته.