په کابل کې خونړی ځانمرګی بريد وشو

د کابل تر ټولو په مهمه سيمه کې ځانمرګی بريد وشو

1012878
په کابل کې خونړی ځانمرګی بريد وشو

د افغانستان پلازمينه کابل زوروې چاودنې ولړزو. 

په کابل کې د کليو او پراختيا په وزارت ځانمرګی بريد وشو. 

د کابل دپوليسو وياند خبري رسنيو ته ويلي دي چې نن د مازيګر د څلورنيمو بجو په شاوخوا کې يو تن پلې ځانمرګي بريد کوونکي د کليو او پراختيا د وزارت په دروازه کې د ځان پورې تړلي چاوديدونکي وچول. 

په پيښه کې لږ تر لږه ۷ تنه مړه او ۱۵ تنه نور ټپيان شوي دي. په قربانيانو کې بهرني وګړي هم شتون لري. 

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې بهرني وګړي د فرانسې وګړي دي. 

وياند ويلي چې پدې پيښه کې ۲ تنو سرتيرو هم ژوند دلاسه ورکړی دی. 

د ويلو ده چې دا بريد د کابل تر ټولو په مهمه سيمه کې چې د ولسمشر غني کور، د حکمتيار کور، پارلمان او امريکايي پوهنتون موقعيت لري شوی دی.

بريد د کليو او پراختيا وزارت د مامورينو د رخصتۍ پر مهال شوی دی.



اړوند خبرونه