په ننګرهار ولایت کې د داعش ترهګرې ډلې ته ستر ګوزار ورکړ شو.
د داعش ترهګرې ډلې د قاضي او قومندان په ګډون په لسګونو ترهګر ووژل شول
1006108
په ننګرهار ولایت کې د داعش ترهګرې ډلې ته ستر ګوزار ورکړ شو.
د ننګرهار ولایت د درسنیو دفتر لخوا د خپور شوي بیان له مخې افغان ځواکونو د اچین او هسکې مینې په ولسوالیو د هوايي او مځکنیو بریدونو په ترڅ کې د داعش ترهګرې ډلې د یو تن قاضي او یو قومندان په ګډون لږ تر لږه ۲۳ تنه داعشیان وژل شوي دي.
همداشان د هسکې مینې د انګور کلا په سیمه کې د داعش ترهګرې ډلې په پټنځایونو د ډرون په برید کې دوه تنه داعشي ترهګر له منځه وړل شوي دي.
پدې عملیاتو او بریدونو کې د داعش ترهګرې ډلې ګن شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.