د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د طالبانو په یو قومندان چاودنه وشوه.

په ننګرهار کې چاودنه شوې

1006009
د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د طالبانو په یو قومندان چاودنه وشوه.

 د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د طالبانو په یو قومندان چاودنه وشوه.

د ننګرهار ولایت  د رسنیو دفتر لخوا په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي دي چې  چې  د سهار  د ۹ بجو په شاوخوا کې  د خوږیاڼو ولسوالۍ د نکړخیلو په سیمه کې  په میله کې  د حکیم الله په نامه  د یو طالب قومندان  په موټر کې  چاودنه وشوه.

په چاودنه کې  د طالب قومندان  حکیم الله په ګډون ۳ تنه طالبان مړه  او ۴ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د پیښې ټپیان  روغتون ته انتقال  او د درملنې لاندې نیول شوي دي.

د برید مسئولیت  چا په غاړه ندی اخیستی  خو  په ننګرهار کې  وخت نا وخته  د طالبانو او داعش ترهګرې ډلې ترمنځه  نښتې کیږي.

د ویلو ده چې  د ننګرهار ولایت چې  په لسګونو کلونه د امن د ښار په توګه یادیده  نن  ورځ  د داعش  او طالبانو  په مرکز  بدل شوی دی. یاد شوي ولایت امنیت پدې وروستیو کې  ډیر زیات  خراب شوی دی.

د ویلو ده چې  څو ورځې مخکې  د ننګرهار په مرکز  جلال آباد ښار  په زړه کې د ولایت د مقام په څو مترۍ کې  په اهل هنودو  ځانمرګی برید وشو چې له امله يي ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ  او ۲۱ تنه نور ټپیان شول.



اړوند خبرونه