په افغانستان کې د لسګونو تنو طالبانو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی

د افغانستان د ملي دفاع وزارت  د هیواد په بیلابیلو برخو کې  د روانو عملیات په ترڅ کې  د ۱۳۲ تنو طالبان د وژلو نه خبر ورکړی دی.

1005265
په افغانستان کې د لسګونو تنو طالبانو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی

د افغانستان د ملي دفاع وزارت  د هیواد په بیلابیلو برخو کې  د روانو عملیات په ترڅ کې  د ۱۳۲ تنو طالبان د وژلو نه خبر ورکړی دی.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره  ویلي دي چې  وسله والو ځواکونو  د تیرو ۲۴ ساعتونو  په دننه کې د هیواد په یو زیات شمیر ولایتونو کې  په تهاجمي، تصفیوي عملیاتو  او هوايي بریدونو کې  لږ تر لږه  ۱۳۲ تنه  طالب  او داعشي جنګیالي وژلي  او په لسګونو تنه نور يي ټپيان کړي دي.

په بیان کې راغلي دي  دا عملیات  چې  هوايي او توپچي ملاتړ يي  ترشا درلود  په ننګرهار، کونړ، لغمان، میدان وردک، پکتیا، لوګر، کندهار، ارزګان، هلمند، فاریاب، فراه  او تخار ولایتونو کې  ترسره شوي دي  په پایله کې   د دولت مخالفو ډلو ته  ستر ګوزار ورکړ شوی دی.

د عملیاتو په ترڅ کې ۱۳۲ تنه  طالب او داعشي  جنګیالي وژل شوي  او ۲۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

د عملیاتو په ترڅ کې  د دولت د مخالفو ډلو اړوند  یو زیات شمیر وسلې او مهمات هم  امنیتي ځواکونو لاسته غورځیدلي دي.



اړوند خبرونه