د افغانستان په هلمند ولایت کې چاودنه وشوه.
په هلمند کې چاودنې پلار او ځامن ووژل
1005185
د افغانستان په هلمند ولایت کې چاودنه وشوه.
د هلمند ولایت نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې چاودنه په ګرشک ولسوالۍ کې شوې ده .
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک خبري رسینو ته وویل چې نن د سهار په ساعتونو کې په ګرشک ولسوالۍ کې په سړک کې د ځای په ځای شوي ماین د چاودنې له امله لږ تر لږه ۳ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغه وویل چې دا پيښه د ګرشک ولسوالۍ د ادم خان په سیمه کې رامنځته شوې ده .
هغه ویلي دي چې چاودنه هله رامنځته شوه چې د ملکي وګړو موټر په سړک کې په خښ شوي ماین وخوت . هغه ویلي دي چې پدې پیښه کې پلار او دوه ځامنو يي ژوند د لاسه ورکړی دی.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی خو ګمان کیږي چې دا ماین د طالبانو لخوا ځای په ځای شوی وي.
په افغانستان کې ډیری ملکي وګړي په ورته پیښو کې ژوند د لاسه ورکوي.