د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې چاودنه وشوه.
په جلال آباد کې چاودنه وشوه
994771
د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې چاودنه وشوه.
د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې چاودنه د جلال آباد ښار د بهسودو د پله ترڅنګ شوې ده .
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې دوه تنه مړه او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ویلو ده چې په جلال آباد کې دا دویمه چاودنه ده چې د اختر د لومړۍ ورځې راهیسې کیږي.
ویلو ده چې د اختر په دویمه ورځ هم د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د غازي امان الله خان د ښارګوټي په مخکې د طالبانو او افغان ځواکونو لخوا په ګډه د اختر لمانځنې په خوشحالیو کې د راغونډو شوو خلکو په منځ کې ځانمرګی برید شوی وو چې نږدې ۸۰ تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی