د افغانستان په پلازمینه کابل کې ځانمرګی برید وشو.
په کابل کې ځانمرګی برید وشو
د افغانستان په پلازمینه کابل کې ځانمرګی برید وشو.
د کابل نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې ځانمرګی برید د دارالامان په سیمه کې شوی دی.
ویل کیږي ځانمرګی برید د کلیو او پراختیا په وزارت شوی دی. د لومړنیو معلوماتو له مخې برید د کلیو او پراختیا وزارت په کارکوونکو شوی دی. عیني شاهدانو ویلي دي چې ځانمرګي برید کوونکي د وزارت په غربي دروازه کې د یاد شوي وزارت پر مامورینو د رخصتۍ پر مهال برید وکړ .
په پيښه کې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو دقیقه شمیره لا تر اوسه معلومه نده.
د بله پلوه یوې خپلواکه سرچینې ویلي دي چې پدې پيښه کې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي دي. سرچینې ویلي دي چې کیدای شي د مرګ ژوبلې شمیره تر دې هم لوړه وي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح بیا پدې پيښه کې د ۱۲ تنو د وژل کیدو او ۳۱ تو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.په قربانیانو کې ښځې هم شتون لري.
د یادولو وړ ده چې ددې برید نه نږدې یو ساعت مخکې د کابل د پولیسو د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې په یو کور کې د چاودنې نه خبر ورکړ شو.
پدې چاودنه کې لږ تر لږه ۳ تنه مړه او ۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
همداشان نن د سهار په ساعتونو کې په جلال آباد ښار کې د پوهنۍ په ریاست ډله ایز برید وشو چې له امله يي ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.