په بغلان کې د ټولټاکنو لپاره د نوم لیکنې په مرکز کې چاودنه وشوه

د افغانستان په شمال کې  د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې  د ټولټاکنو لپاره د نوملیکنې په مرکز کې  چاودنه وشوه.

986903
په بغلان کې د ټولټاکنو لپاره د نوم لیکنې په مرکز کې چاودنه وشوه

د افغانستان په شمال کې  د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې  د ټولټاکنو لپاره د نوملیکنې په مرکز کې  چاودنه وشوه.

د بغلان ولایت نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  چاودنه  نن چارشنبه  د جون شپږمه  د سهار د څه باندې  لسو  بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه.

پيښه  د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې  د دشتې الوان په سیمه کې رامنځته شوې ده .

د دشتې الوان په سیمه کې  د ټولټاکنو  لپاره  د نوملیکنې  په مرکز کې  د مخکې نه په سیمه کې ځای په ځای شوی ماین وچاودید.

د بغلان ولایت د پولیسو ویاند ذبیح الله شجاح خبري رسنیو ته ویلي دي چې  پدې چاودنه کې یو تن  جګپوړي پولیس  او د نوملیکنې د مرکز مشر  ژوند د لاسه ورکړی  او دوه  تنه نور ټپیان شوي دي

د پیښې د مرګ ژوبلې په اړه  معلومات  ندي ورکړل شوي .

د برید مسئولیت  هم  تر اوسه چا په غاړه  ندی اخیستی.

په افغانستان کې د ټولټاکنو لپاره د نوملیکنې د بهیر د پیلیدو  راپدیخوا  وخت نا وخته  د نوملیکنې په مرکزونو  بریدونه کیږي.



اړوند خبرونه