د جنرال دوستم د زوی باتور دوستم د موټر په کتار وسله وال برید وشو

باتور دوستم د طالبانو د برید نه روغ وتلی دی

985037
د جنرال دوستم د زوی باتور دوستم د موټر په کتار وسله وال برید وشو

د افغانستان  د ولسمشر  د لومړي وزیر جنرال دوستم  په مشر زوی  او د  ملي اسلامي جنبش ګوند  د مشر باتور دوستم  د موټر په کتار  وسله وال برید وشو. سرچینې ویلي دي چې په برید کې  باتور دوستم ته هیڅډول زیان  ندی اوښتی. 

د ملي اسلامي جنبش  ګوند  ته نږدې یوې سرچینې ویلي دي چې  برید  د طالبانو لخوا شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې  برید  د پرون ناوخته ساعتونو کې  د مزار شریف – جوزجان په لویه لاره کې  شوی دی.

ویل کیږي  دا پيښه  د اقچې په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده .

د برید نه وروسته د باتور دوستم  د ساتوونکو او طالبانو ترمنځه نښته شوې چې په ترڅ کې دوه تنه طالب جنګیالي وژل شوي  او ګن شمیر ټپیان شوي دي.

سره ددې چې طالبانو  ددې برید مسئولیت  په غاړه ندی اخیستی  خو  باتور دوستم ته نږدې یوې سرچینې ویلي دي چې  برید  د ملا جبار په نامه  د طالبانو د یوې ډلې  د مشر لخوا شوی دی.



اړوند خبرونه