د کابل پوهنتون د یو تن استاد په موټر کې چاودیدونکي توکي ونیول شول.
په کابل کې د خونړۍ فاجعې مخه ونیول شوه
981211
د کابل پوهنتون د یو تن استاد په موټر کې چاودیدونکي توکي ونیول شول.
د کابل پولیسو د سترې فاجعې مخنیوی وکړ. د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي خبري رسنیو ته ویلي دي چې د کابل پوهنتون د یو تن استاد په موټر کې چاودیدونکي توکي کشف او شنډ شوي دي.
هغه ویلي دي چې د کابل پوهنتون ساتونکو پولیسو په دخولي دروازه کې د تالاشۍ پر مهال د یو تن استاد په موټر کې چاویدونکي توکي کشف کړل.
پداسې حال کې چې امنیتي ځواکونو د استاد د هویت په اړه څه ندي ویلي خو عینې شاهدانو بیا خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا چاودیدونکي توکي د ژورنالیزم د پوهنځي د یو تن نامتو استاد احمد ضیا رفعت په موټر کې ځای په ځای شوي وو.
دا لا معلومه نده چې دا چاویدونکي توکي د چا لخوا ځای په ځای شوي دي.