د افغانستان  د ننګرهار  ولایت  په مرکز  جلال آباد ښار کې  دوه غبرګې  چاودنې وشوې.

په جلال آباد کې دوه پرله پسې چاودنې وشوې

979813
د افغانستان  د ننګرهار  ولایت  په مرکز  جلال آباد ښار کې  دوه غبرګې  چاودنې وشوې.

د افغانستان  د ننګرهار  ولایت  په مرکز  جلال آباد ښار کې  دوه غبرګې  چاودنې وشوې.

د جلال آباد نه د ترلاسه شوي‌ رپوټ له مخې  چاودنې  د دویمې حوزې  په مربوطاتو کې  د برښنا ریاست ترڅنګ شوي‌ دي.

د ننګرهار د والي‌ ویاند عطاالله خوږیاڼي‌ خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې  د جلال آباد د دویمې  ناحیې په مربوطاتو کې  د برښنا ریاست ترڅنګ  د ځای په ځای شوو چاودیدونکو توکو په پایله کې دوه پرله پسې چاودنې رامنځته شوې.

هغه ویلي‌ دي‌ چې پدې چاودنو کې چاته  ځاني‌ زیان  ندی اوښتی. 

د ویلو ده چې د برید مسئولیت  تر اوسه پورې  چا په غاړه ندی اخیستی. 

په جلال آباد کې  یو څه موده  مخکې  د کرکټ په لوبغالي‌ کې  ځانمرګی برید شوی وو چې  له امله يي  په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه.



اړوند خبرونه