د جلال آباد د كرېكټ په لوبغالي كې چاودنې

د جلال آباد ښار د كرېكټ په لوبغالي كې د رمضان كپ تر نامه لاندې د سياليو د نندارچيانو په منځ كې چاودنې شوې دي.

974346
د جلال آباد د كرېكټ په لوبغالي كې چاودنې

 

د جلال آباد ښار د كرېكټ په لوبغالي كې د رمضان كپ تر نامه لاندې د سياليو د نندارچيانو په منځ كې چاودنې شوې دي.

په سيمه كې عيني شاهدان وايي چې لږ تر لږه د ۴ چاودنو غږونه يې اورېدلي دي. د نا تاييد شوو رپوټونو له مخې په پېښه كې خلكو ته مرګژوبله هم اوښتې ده. عيني شاندان څرګندوي چې لږ تر لږه د ۶ تنو مړي يې ليدلي دي خو تر اوسه پورې رسمي سرچينو په اړه څه نه دي ويلي.

ويل كيږي چې لومړۍ چاودنه د پروتوكول سټېج ته نږدې شوې ده. دويمه او دريمه چاودنه بيا د ګڼې ګوڼې پر مهال د لوبغالي په دروازو كې شوي دي. تر اوسه پورې د تلفاتو دقيقه شمېره معلومه نه ده.

پدې اړه به نور جزييات وروسته خپاره شي.



اړوند خبرونه