طالبانو  په فراه ولایت یو ځل بیا  ډله ایز برید پیل کړی دی.

طالبانو یو ځل بیا په فراه ولایت برید کړی دی

972748
طالبانو  په فراه ولایت یو ځل بیا  ډله ایز برید پیل کړی دی.

طالبانو  په فراه ولایت یو ځل بیا  ډله ایز بریدونه کړي دي.

د فراه ولایت نه  د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  طالبانو  دا ځل په محبس  او امنیې قومندانۍ ډله ایز برید کړی دی .

ویل کیږي  ګن شمیر  ځانمرګيو برید کوونکو د محبس  تر څیرمه  په یوې ودانۍ کې  کمین  نیولی  او د امنیتي ځواکونو سره  په نښته کې ښکیل شوي وو.

د فراه ولایت رپوټونو ویلي دي چې طالبانو  یو ځل بیا  تیره شپه  د محبس، امنیې قومندانۍ  او ځینو نور برخو  پراخه بریدنه پیل کړل  او د امنیتې ځواکونو سره په نښته کې ښکیل شول. جګړې  تر سهار ساعتونو دوام  پیدا کړ. 

د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه پورې معلومات په لاس کې نشته.

د یادولو وړ ده چې  طالبانو  دوه ورځې مخکې  په فراه ولایت  پراخه هم مهاله بریدونه کړي وو چې په ترڅ کې  د یاد شوي ولایت ځینې برخې  او ادارې نیولې .

افغانستان  ځواکونو  د متقابلو عملیاتو په ترڅ کې  طالبان  د ښار نه  په شا وتنبول  نوموړو ته  د درندې مرګ ژوبلې د اړولو  ادعا  وکړه.

د افغانستان  د دفاع وزارت  ویلي دي  چې په فراه کې  نږدې  ۳۰۰ تنه  طالب اورپکي وژلي  او په لسګونونو تنه نور يي ټپيان کړي دي.



اړوند خبرونه