طالبانو  د فراه ولایت په مرکز  ډله ایز برید کړی دی.

طالبانو د فراه ولایت د ملي امنیت ریاست نیولی دی

970881
طالبانو  د فراه ولایت په مرکز  ډله ایز برید کړی دی.

طالبانو  د فراه ولایت په مرکز  ډله ایز برید کړی دی.

د فراه ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  طالب اورپکي  د ښار مرکز ته ننوتي  دي  او ځینې  مهمې ادارې  نیولي دي.

د بله پلوه  پخپله طالب اورپکو هم خبري رسنیو ته په استولو  ویدیوګانو  او د ټویټر له لارې په خپرو کړو پیغامونو کې ویلي دي چې  د فراه ولایت مرکز ته ننوتي دي او د ملي امنیت ریاست يي  نیولی دی.

د فراه ولایت د ولایتي  شورا  مشر او ځینو غړیو  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  طالبانو  تیره شپه  د څو خواوو  نه د بریدونو په پیلولو سره د ښار مرکز ته راننوتي دي  او د ملي امنیت ریاست يي نیولی دی.

هغوې ویلي دي چې طالبان د امنیې قومندانۍ په څو سوه مترۍ کې قرار لري  او د امنیتي ځواکونو سره  په جګړه کې ښکیل دي.

د فراه د والي ویاند  ناصر مهدي  ویلي دي چې  طالبانو  تیره شپه  د دوه نیمو بجو په شاوخوا کې  په ښار  د څو  خواوو نه بریدونه پيل کړل .

هغه ویلي دي چې  طالبان د ولایت  د ودانۍ  پر وړاندې  د پرمختګ په حال کې دي  او یو کیلومترۍ ته  رانږدې شوي دي.

د بله پلوه  د افغانستان د دفاع وزارت بیا ویلي دي چې  په فراه  ولایت کې  د طالبانو پر خلاف د مبارزې په خاطر هر ډول تدابیر نیول شوي دي.

د دفاع وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې   دښمنانو  تیره شپه  د شمال له لورې نه د ریګي پوستې نه  د پخوانۍ ۷۰ مې فرقې پر لورې  په حرکت پیل وکړ چې  د ښار په غربي دروازو کې  د قوي مقامت سره  مخامخ شول.

د ښار غربي دروازو کې  قوي تدابیر نیول شوي دي  . په بیان کې د فراه خلکو ته ډاډګیرنه ورکړل شوې ده  چې  لازم پلي او هوايي عملیات پيل شوي دي. د هیواد امنیتي ځواکونه  د یاد شوي  د امنیت د تامینولو پوره توان لري. دښمن ته به هر څه ژر ماتې ورکړي.



اړوند خبرونه