په كابل كې د وروستيو ډله ايزو بريدونو جزييات
نن په كابل كې د ۱۰مې او ۱۳مې امنيتي حوزې پر مقرونو باندې دوه جلا ډله ايز بريدونه ترسره شول.
د افغانستان د كورنيو چارو وزير په يو خبري كنفرانس كې د نننيو ډله ايزو بريدونو په اړه خبريالانو ته معلومات وركړل.
د ښاغلي ويس برمك په وينا نن له غرمې مخكې د كابل په لوېديځ كې د ۱۳مې امنيتي حوزې په مقر باندې د دو بريد كونكو لخوا ډله ايز بريد وشو چې امنيتي ځواكونو دواړه بريدګر وژلي دي. په بريد كې لږ تر لږه دوه تنه پوليس هم وژل شوي دي.
په بل بريد كې چې د ۱۰مې حوزې پر مقر باندې ترسره شو، لږ تر لږه ۵ بريدګرو په كې ګډون كړى و چې د ملي اوردو ځانګړو ځواكونو ټول بريدګر وژلي دي. پدې بريد كې هم دوه تنه امنيتي ځواكونه وژل شوي دي.
د برمك په وينا د وروستيو بريدونو سره ترهګرو د بريدونو تكتيك ته بدلون وكړى دي.
تر اوسه پورې د ۱۰مې امنيتي حوزې د بريد تلفاتو په اړه كره معلومات نشته دى.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی