په خوست ولایت کې د نوم لیکنې په مرکز کې د چاودنې له امله د مړو شمیره لوړه شوه
د افغانستان په خوست ولایت کې په یو جومات کې چې د ټولټاکنو په خاطر د نوم لیکنې بهیر پکې روان وو د چاودنې له امله د مړو شمیره ۱۷ تنو ته لوړه شوه.
د افغانستان په خوست ولایت کې په یو جومات کې چې د ټولټاکنو په خاطر د نوم لیکنې بهیر پکې روان وو د چاودنې له امله د مړو شمیره ۱۷ تنو ته لوړه شوه.
د یادولو وړ ده چې تیره ورځ په خوست ولایت کې د نوم لیکنې په مرکز کې د چاودنې له امله ۱۷ تنه مړه او ۳۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
چاودنه په ځايي وخت د ماسپخین د دوو بجو پر مهال رامنځته شوه. چاودنه هله رامنځته شوه چې د نوم لیکنې بهیر دوام درلود.
د پيښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري.
د خوست ولایت روغتیايي چارواکیو ویلي دي چې د چاودنې نه وروسته ۱۷ مړي او ۳۷ تنه ټپیان دولتي روغتون ته انتقال شوي دي.
په پیښه کې د نوم لیکنې د مرکز کارکوونکي هم وژل شوي دي. د پيښې مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.
طالبانو پدې برید کې لاس لرل رد کړي دي.
د بله پلوه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دا برید په کلکو ټکو غندلی او د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت په خاطر يي د لا جدي تدابیرو د نیولو امر کړی دی.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې د هیواد دښمنان ددې ډول ترهګریزو بریدونو سره په هیواد کې په ولسواکۍ، مدني حقوقو او فردي ازادیو باندې د خلکو باور کمولی نشي. دوی د ټاکنو ملي بهیر ته هیڅډول زیان اړولی نشي.