د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه وشوه.
کابل کې چاودنه وشوه
965280
د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه وشوه.
د کابل تر ټولو په مهمه د شهر نو په سیمه کې چاودنه شوې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د چاودنې پخلی کړی دی او ویلي دي چې چاودنه د کابل د پولیسو د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې شوې ده .
د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزي ویلي دي چې چاودنه د کابل د شهر نو په سیمه کې هله رامنځته شوه چې پولیسو یو تن ځانمرګی برید کوونکی چې غوښتل يي د امنیتی ځواکونو پر ملاتړ د وینې ورکولو په خاطر د جوړې شوې غونډې په منځ کې چاودنه وکړي هدف ته د رسیدو نه مخکې له خپو وغورځو.
هغه ویلي دي چې پدې پیښه کې د ځانمرګي برید کوونکي نه پرته نور چا ته ځاني زیان ندی اوښتی.