په افغانستان کې د برښنايي پیژندپاڼو ویش رسمآ پیل شو

په افغانستان کې د برښنايي پيژندپاڼو ویش لړۍ ولسمشر محمد اشرف غني ته  د برښنايي پیژندپاڼې په ورکولو سره  رسمآ پیل شوه.

962896
په افغانستان کې د برښنايي پیژندپاڼو ویش رسمآ پیل شو

په افغانستان کې د برښنايي پيژندپاڼو ویش لړۍ ولسمشر محمد اشرف غني ته  د برښنايي پیژندپاڼې په ورکولو سره  رسمآ پیل شوه.

په کابل کې پدې اړه په جوړو شوو مراسمو کې  د ولسمشر محمد اشرف غني  او لومړۍ میرمنې  رولا غني سربیره  ، د ولسمشر دویم مرستیال،  قاضي القضات، د ملي امنیت شورا ریس، د ولسي او مشرانو جرګو مشرانو، وزیرانو  او ګن شمیر جګپوړو چاراکیو ګډون کړی وو.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني  وویل چې دادی نن  په هیواد کې د برښنايي پیژندپاڼو د ویش لړۍ  رسمآ پیل شوه.

هغه هیله څرګنده کړه چې  د برښنايي پیژندپاڼو سره  به  په هیواد کې د جعلي پیژندپاڼو  مخه ونیول شي.

ولسمشر غني وویل چې  د برښنايي پيژندپاڼو ویش په اصل کې په هیواد کې د نظام جوړونې په برخه کې یو مهم او اساسي ګام دی.

ولسمشر غني  زیاته کړه چې  دا  مسله  به د هیواد د امنیت په ټینګښت هم  ځانګړی  رول  ولوبوي. دا ځکه چې  ډیری  ځانمرګي برید کوونکي  د جعلي پیژندپاڼو نه په استفادې سره  دا بریدونه کوي. زمونږ  لپاره  ننی ګام  ډیر مهم  دی. د هیوادوالو  امنیت  ډیر مهم  دی. ددې ګام  سره  به  مونږ  ددینه وروسته  ډیر ښه پوه شو  چې څوک  افغان  دی او که نه؟

د افغانستان د ثبت احوال نفوس  د ادارې ریس  همایون محتاط  بیا وویل چې  د افغانستان برښنايي پيژندپاڼې  د نړۍوالو معیارونو په اساس  جوړې شوي دي.

هغه هم وویل چې  دا پروسه به په اصل کې د هیواد د اقتصادي ودې، په ټاکنو کې د شفافیت او یو زیات شمیر برخو کې زمونږ سره مرسته وکړي. برښنايي پیژندپاڼې به د افغانستان  د خلکو په ژوند  مثبتې اغیزې وکړي.

د یادولو وړ ده چې  په افغانستان کې د برښنايي پیژندپاڼو  ویشل  د کلونو کلونو  ناندریو  او جنجالونو نه وروسته  نن د غويي د میاشتې  ۱۳ مه  په رسمي ډول پیل شو.

لومړنۍ  برښنايي پیژندپاڼې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه میرمن  رولا غني ته  ورکړل شوې.



اړوند خبرونه