د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت د پولیسو په یو چارواکي چاودنه وشوه.
جلال آباد کې چاودنه وشوه
د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت د پولیسو په یو چارواکي چاودنه وشوه.
د جلال آباد ښار نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې چاودنه د بهسودو ولسوالۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې په مشر شوی ده.
په برید کې د یادې شوې ولسوالۍ مرستیال هم ټپي شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي د پیښې پخلی کړی او ویلي دي چې نن د سهار د ۷ بجو او ۴۵ دقیقو په شاوخوا کې د ولسوالۍ د ودانۍ ترڅنګ د ولسوال د مرستیال پر موټر چاودنه وشوه.
په پیښه کې د یادې شوې ولسوالۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مشر وژل شوی او د ولسوالۍ په ګډون ۵ تنه نور ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې یو تن ملکي وګړی او ۳ تنه پولیس شامل دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.
د ویلو ده چې پرون د سهار په ساعتونو کې هم د جلال آباد ښار د ۱۶ فامیلو په سیمه کې د یو جومات ترڅنګ چې په ټاکنو د رای ورکولو په خاطر د نوم لیکنې لړۍ پکې دوام درلود چاودنه شوې وه چې له امله يي ۶ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي وو.