د افغانستان پلازمینه کابل زورورې چاودنې ولړزو.
د کابل د پولیسو د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې چاودنه وشوه
د افغانستان پلازمینه کابل زورورې چاودنې ولړزو.
د پلازمینې کابل لویدیځ لوري د پولیسو د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د قلعه ناظر په سیمه کې د ثبت احوال نفوس د یو مرکز ترڅنګ چاودنه وشوه.
ویل کیږي چاودنه د پيژندپاڼو د توضع د یو مرکز ترڅنګ شوې ده.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکیو پدې پیښه کې د ۵۲ تنو د وژل کیدو او ۱۱۵ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی .
د کابل سرپرست امنیې قومندان محمد داوود امین خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا چاودنه د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې ده .
د هغه په وینا ځانمرګي برید کوونکي د پیژند پاڼو د ویش د مرکز په دروازه کې ځان الوزولی دی.
د یادولو وړ ده چې پيښه په ځايي وخت د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه.
په افغانستان کې د پارلماني ټاکنو په خاطر د نوملیکنې د بحیر د پیلیدو سره سم د دولت مخالفینو د نوملیکنې په مرکزونو په بریدونو پیل کړی دی.
د ویلو ده چې تیر اوونۍ نامعلومو وسله والو کسانو په غور ولایت کې د نوملیکنې په یو مرکز برید وکړ او پنځه تنه يي وتښتول .