طالبانو د غزني ولایت د زنه خان پر ولسوالۍ ډله ایز برید کړی دی.

د غزني د زنه خان په ولسوالۍ ډله ایز برید شوی

948626
طالبانو د غزني ولایت د زنه خان پر ولسوالۍ ډله ایز برید کړی دی.

 

 طالبانو د غزني ولایت د زنه خان پر ولسوالۍ ډله ایز برید کړی دی.

د غزني ولایت نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  طالبانو  پرون شپه  په ځايي وخت د نهو بجو په شاوخوا کې د زنه خان په ولسوالۍ کې  په امنیتي پوستو او مرکزونو  ډله ایز برید  وکړ چې  تر سهار ساعتونو پورې دوام وکړ.

د یادې شوې ولسوالۍ ولسوال  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  برید  پرون شپه د ۹ بجو په شاوخوا کې پیل شو چې  د امنیتي ځواکونو د قوي مقامت سره مخامخ شو. نښتې د شپې  تر ۳ بجو  دوام وکړ چې وروسته  برید کوونکي  شا تګ ته  اړ شول.

هغه ویلي دي چې  اوسمهال  دا بریدونه  په شا تنبول شوي دي  خو  تکراریدو  احتمال يي ډیر لوړ  دی.

هغه زیاته کړې ده چې پدې نښته کې  ۴ تنه پولیس مړه او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي. ولسوال  د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویلي.

همداشان هغه  خبرداری ورکړ که چیرې  تازه دمه  امنیتي ځواکونه  رانشي  کیدای شي چې ولسوالي د طالبانو په لاس سقوط وکړي.



اړوند خبرونه