په جلال آباد کې پر پولیسو خونړی برید شوی

د افغانستان په ختیځ کې  د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې پر پولیسو خونړی برید شوی.

944694
په جلال آباد کې پر پولیسو خونړی برید شوی

د افغانستان په ختیځ کې  د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې پر پولیسو خونړی برید شوی.

د جلال آباد نه د ترلاسه شوي  رپوټ له مخې  نامعلومو وسله والو کسانو تیره شپه  په ځايي وخت د ۸ بجو په شاوخوا کې پر پولیسو خونړی برید وکړ.

برید  د جلال آباد ښار د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې شوی دی.

په برید کې  دوه تنه  پولیس  مړه  او د یو سوداګریز مارکیټ  ساتوونکی  ټپي شوی دی.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند  د پیښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې  برید  پر موټرسایکل سپرو وسله والو لخوا شوی دی.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه