په ننګرهار کې د داعش په پټنځایونو هوايي بریدونه وشول
په ننګرهار کې د داعش ترهګرې ډلې بهرني جنګیالي ووژل شول
939736
د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې د داعش ترهګرې ډلې په پټنځایونو د بې پیلوټه الوتکې بریدونه وشول.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې تیره ورځ د ننګرهار ولایت د هسکې مینې د ولسوالۍ د ګور ګورۍ په سیمه کې د داعش ترهګرې ډلې په پټنځایونو د بې پیلوته الوتکې لخوا بریدونه وشول.
پدې بریدونو کې د داعش ترهګرې ډلې ۳ تنه بهرني جنګیالي مړه او یو تن بل ټپي شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې وژل شوي داعشیان د اوزبیکستان وګړي دي.