افغانستان پر سعودي عربستان د توغندیو بریدونه په کلکه توګه وغندل
افغانستان د حوثي یاغیانو لخوا پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو بریدونه په کلکو ټکو وغندل.
938588
افغانستان د حوثي یاغیانو لخوا پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو بریدونه په کلکو ټکو وغندل.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي افغانستان اسلامي جمهوري د حوثي یاغیانو لخوا د یمن د خاورې نه په سعودي عربستان د بالستیک توغندیو بریدونه په کلکو ټکو غندي.
په اعلامیه کې راغلي دي سره ددې له نیکه مرغه چې د سعودي عربستان دفاعي ځواکونو دا توغندي په هوا کې شنډ او لمنځه وړي دي خو په حرمین شریفین باندې د دا ډول بریدونو اقدام د ټولې اسلامي نړۍ سربیره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت انديښنې پارولي دي.
افغانستان دا بریدونه په کلکه توګه غندي.